د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو سياليو په دويمه ورځ درې سیالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۳۸
د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو سياليو په دويمه ورځ درې سیالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول افغانستان ليگ اووم پړاو سياليو دويمه ورځ د بغلان، کندز او بدخشان لوبډلو په برياوو پای ته ورسېده.

د يادو سياليو په څلورمه لوبه کې بغلان لوبډلې خپلې سيالې هرات لوبډلې ته د ۱۴ پر ۱ امتيازونو په توپير، پنځمه لوبه کې کندز لوبډلې سيالې فارياب لوبډلې ته د ۷ پر ۰ امتيازونو په توپير او شپږمه لوبه کې بيا بدخشان لوبډلې خپلې سيالې تخار لوبډلې ته د ۵ پر ۰ امتيازونو په توپير سره ماتې ورکړې او بریاوې يې خپلې کړې.

د ويلو ده، چې د يما پطرول؛ افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو سيالۍ به د بهرنيو لوبغاړو په گډون د کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنگان، بغلان او هرات لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې لس ورځې به نور هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۴۴
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS