د پارا المپیک اووه کسیزه لوبډله په پارا اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۰
د پارا المپیک اووه کسیزه لوبډله په پارا اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه

د پارا المپیک اووه کسیزلوبډله چې درې ورزشکاران، دوه روزونکي، یو لوبڅار او د ټیم مشر پکې شامل دی، د ځوانانو او نویو ځوانانو ۲۰۲۵ پاراسیایی سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

له دغې لوبډلې څخه به دوه ورزشکاران او یو روزونکی په پارا تکواندو سیالیو کې، یو ورزشکار او وسره روزنکی به د لاس چپه کوونې سیالیو کې او لوبڅار به د ویلچر بسکتبال د لوبڅار په توګه دغو سیالیو کې برخه واخلي.

یادې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب په پلازمېنه دوبۍ کې د ۴۵ هېوادونو په ګډون په یوولس ورزشي رشتو کې نن( د ډیسمبر اوومه) پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴ مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS