د کابل د فوټسال C کټګورۍ لیګ د ستقلال اکاډمۍ په بریا پای ته ورسېد

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۱۴:۱۶
د کابل د فوټسال C کټګورۍ لیګ د ستقلال اکاډمۍ په بریا پای ته ورسېد

د کابل ولایت د فوټسال سي کټګورۍ لیګ سیالۍ، چې د ۱۴۰۲ کال د سنبلې له ۲۵ څخه د ۱۲ لوبډلو په شمول پیل شوی و، په پایله کې د استقلال اکاډمۍ په لومړي مقام ګټلو او د ابر ستاره لوبډلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېد.

د یاد لیګ د پای په مراسمو کې د هیواد د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کاګر، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټسال کمېټې رئیس محمد نصیر رحماني او یو شمېر نورو مسولینو او مینوالو برخه اخیستې وه.

د یادو سیالیو پایلوبه د استقلال اکاډمۍ او ابر ستاره لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ۱/۲ ګولونو په توپیر د استقلال لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

باید یادونه وکړو، چې د یادو سیالیو ګټونکې او نائب ګټونکې لوبډلو د کابل B لیګ ته لار پیدا کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS