د کابل ولايت سرې مياشتې لوبډلې د باسکټبال درې کسيزه سياليو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۵:۱۱
د کابل ولايت سرې مياشتې لوبډلې د باسکټبال درې کسيزه سياليو اتلولي وګټله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د دې ولایت د باسکټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې له کابل، هرات، ننګرهار، غور او باميان ولايتونو څخه د ۱۳ لوبډلو ترمنځ درې ورځې وړاندې، د باسکټبال پيل شوې، درې کسيزه (۳×۳) سيالۍ، د کابل ولايت د سرې مياشتې باسکټبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سياليو پايلوبه کې د کابل سرې مياشتې لوبډلې خپلې سیالې د کابل هريرود لوبډلې ته د ۲۱ - ۱۱ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

دغه راز په دې سياليو کې د کابل سرې مياشتې لوبډلې لومړی مقام، د کابل هريرود لوبډلې دويم مقام او د هرات MNS Auto 1 لوبډلې درېيم مقام وګاټه.

دغه سيالۍ د باسکټبال (FIBA 3×3) نړيوال رسمي فدراسيون له لارې د ورزشکارانو د سالمې تفرېح، د باسکټبال ورزش ته د ودې او د ځوانو استعدادونو د موندنې په موخه پيل شوي وې، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS