د کابل ښار د کلاسيک پاورلفټنګ شپږم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۴:۴۹
د کابل ښار د کلاسيک پاورلفټنګ شپږم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د کابل کلاسيک پاورلفټنګ منتخبې لوبډلې د ټاکلو سيالۍ چې تېره یکشنبه پیل شوې نن پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې موخه يې د پاورلفټنګ ورزش ته وده ورکول او د کابل منتخبې لوبډلې ټاکل وو، د نویو ځوانانو، ځوانانو، لويانو مخکښانو کټګوريو په څلورو وزنونو کې ترسره شوې او په مختلفو وزنونو کې د مختلفو کلبونو ورزشکارانو لومړی دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

په دغو سياليو کې تر ٢٧٠ کيلو وزن پورې سيالۍ وشي، چې په ترڅ کې يې ٢٧ تنه د کابل منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزشي مسولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته د لومړي دویم او درېیم مقام مډالونه، د قهرمانۍ حکمونه او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۶
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ اړوند پېرکوټي سيمه کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ذوالفقار لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۲
Background image

BACK TO NEWS