زابل؛ شاجوی ولسوالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شبار لوبډلې د ٤ پر ٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې دره وال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
