زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۳:۱۷
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حزب الدین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې حزب الدین لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې مکتب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

یادې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز مزار شریف ښار په مقیم بای ورزشي لوبغالي کې د ۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۹
Background image

د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ویسټ انډیز سره د (اي انډ) درې شل اوریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې دغه هېواد ته د ٣٨ منډو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې درویش رسولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مردیان ولسوالۍ کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

. . .

BACK TO NEWS