زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د نهو کلبونو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د نهو کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې.
يادې سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې فيروزي کلب لومړی، همراز تاجک کلب دويم او نادر خان توخي کلب بيا درېيم مقام خپل کړ.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو او دوې ورځې يې دوام وکړ.