زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۶:۲۷
زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او ښکته شینکۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د لوړې شینکۍ ورزشکارانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د غېږ نیونې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

خوست ولايت ته د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي سفر

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي؛ د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ژوندي ساتلو، د دودولو او پراختيا په موخه درې ورځني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۷
Background image

هلمند؛ سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سنګين ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۵
Background image

خوست کې د‌ اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

=د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ايوبي شفاء روغتون په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

BACK TO NEWS