زابل؛ مرکز قلات ښار کې د څلورلوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملنګ یار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ملنګ یار لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې صادق مل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
