زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پاورلفتنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیاليو په پای کې لس تنه د یاد ولایت د پاورلفټنګ ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
دغه سیالۍ د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
