زابل کې د ۶۰ نيزه وهوونکو ترمنځ د نیزه وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴
زابل کې د ۶۰ نيزه وهوونکو ترمنځ د نیزه وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د يونسيف مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له پنځو ولسواليو د ۶۰ نيزه وهوونکو ترمنځ د نیزه وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې له شاجوی، ميزاني، خاک افغان، نوبهار او ارغنداب ولسواليو څخه نيزه وهوونکو گډون کړی وو، چې په پايله کې لس تنه غوره نيزه وهوونکي د زابل ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د ياد ولايت د نيزه وهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره نيزه وهوونکو موندل وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS