سمنگان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د رزمي لوبو او اسپورت سبک سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۶
سمنگان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د رزمي لوبو او اسپورت سبک سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د رزمي لوبو او اسپورت سبک سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د تک فايټ په ډول ترسره شوې، چې پايله کې ۲۲ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

سرپل؛ مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS