غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۶۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري د اندړو ولسوالۍ مرکز میري بازار په ورزشي لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې حکیم سنایي لوبډلې لومړی مقام، سلطان محمود غزنوي لوبډلې دویم مقام او ملا مشک علم لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو او سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.