غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليګ سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې صداقت لوبډلې خپلې سیالې راهيان سعادت لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د کال فوټسال الف لوبډله موندل دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
