غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ د نويد حيدرا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۴۸
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ د نويد حيدرا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مديريت او د حاجي علي جان ورزشي کلب له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې نويد حيدرا لوبډلې خپلې سیالې اتحاد مرکز لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پیروزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS