غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د عدالت انګوري او جاغوري یوناتید لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د غوره لوبغاړو پېژندل او د کال غوره لوبډله موندل دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.