غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۵۹
غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې پکتیکا لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، میست لوبډلې دویم او حاجي محمد عثمان لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د ګیرو ولسوالۍ ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۹:۶
Background image

خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې تڼیو. . .

BACK TO NEWS