غور؛ تيوره ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نويو ځوانانو له اوولس کلنو کم عمره د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تيوره ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نويو ځوانانو له اوولس کلنو کم عمره د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې آرين لوبډلې خپلې سیالې ازادي لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې دوې اونۍ به دوام وکړي.