غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۸:۳۷
غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د شاهین او ازادۍ لوبډلو ترمنځ صفر په صفر مساوي پای ته ورسېده.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې درې اونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۵
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګې مجاهد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۳
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې کاټلي مانده لوبډلې خپلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۲
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سور ډاګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS