غور؛ مرغاب ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې غیاث الدین لومړی، حبیب الله دویم او عبدالمنان بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
