فاریاب؛ مرکز میمنه ښار کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز میمنه ښار کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د هرات، جوزجان، بلخ، بادغیس او فاریاب ولایتونو لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایله کې فاریاب لومړی، بادغیس دویم او بلخ بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه رستمي غېږنیونې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.