لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پریانې مرکز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د پریانې الف او پریانې مرکز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پریانې الف لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٢ منډو هدف وټاکه. پریانې مرکز لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې پهٔ اووم اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د فلس.طین زیانمنو ته د مرستې ټولو او د هغوی د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.