لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د حاجي جاوېد او سوله ارمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه حاجي جاوېد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٩ منډو هدف وټاکه. سوله ارمان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ١٧٤ منډې وکړې او د څلورو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ١٣ ورځې یې دوام وکړ.