لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۲
لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د علیشنګ مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې علیشنګ مرکزي لوبډلې د ۰/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې ګنجوړ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او له نشه یي توکو څخه د لیرې والي په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۱۰
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځړد کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۰
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیاليو په پای کې. . .

BACK TO NEWS