لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بریالي نیازي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د راهین او بریالي نیازي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې بریالي نیازي لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وکړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالۍ په موخه ترسره شوې، چې پنځه اوونۍ یې دوام وکړ.