لغمان؛ په قرغيو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د استاد متين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د استاد متين لوبډلې خپلې سیالې ډهانډر لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه له نظام څخه ملاتړ او د ځوانانو يووالی وو، چې ۱۲ ورځې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.