لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ملي اتحاد لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې ملي برادران لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
