لغمان کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۶
لغمان کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مهترلام معياري انسټیټیوټ په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز خواجه صاحب کلي کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د البدر خياطۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې غزيز خان کڅ لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې البدر خياطۍ لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې البدر خياطۍ لوبډلې ياد هدف د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د اوو ویکټو په توپیر وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي او د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۴۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې له لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو د ٢٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالیو پچه اچونه ترسره شوه

د راډیو عمومي ریاست په تالار کې د افغانستان والیبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو د پچه اچونې مراسم ترسره شول.

د پچه اچونې په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، فني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۳۲
Background image

بلخ کې د ٤٢ ورزشکارانو ترمنځ د سلف ډفنس سبک سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له پنځه ولایتونو ٤٢ ورزشکارانو ترمنځ د سلف ډفنس سبک سیالۍ. . .

BACK TO NEWS