لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د لوګر اتلانو او میدان وردګو تنګي سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې لوګر اتلانو لوبډلې د ۳/۱ میدان په توپیر خپلې سیالې تنګي سټار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو پسه ورکړل شو.