محسن رضایي

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴ سانتي متره قد، ۵۸ کیلو ګرامه وزن او په ریاضي فزیک کې د دیپلوم تر کچې پورې د زده‌کړو ویاړ لري.

د نوموړي کورنۍ د بلخ تاریخي ولایت څخه ده؛ خو ده په هجرت کژ په ۱۳۷۶ هـ کال د ایران په مشهد کې سترګې وغړولې. همالته یې په ۲۰۱۲ م کال کې ابتدایي تکواندو له مهاجر استاد محمد میرزایي څخه زده کړه. ده د سیمې په کچه د غورو تکواندو‌کارانو جایزې تر لاسه کړې او په ۲۰۱۶ م کال کې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې برخه شو.

ښاغلی رضایي د هېواد لپاره ګڼ شمیر ویاړونه تر لاسه کړي، چې د تر ټولو مشهور یې د ۲۰۲۱ اسیا د قهرماني له سیالیو څخه ، چې د لبنان په کوربتوب وشوې، د سرو زرو مډال، له ۲۰۲۳ اسیایي سیالیو څخه چې د چین په کوربتوب وشوې د برنزو مډال، د ۲۰۲۵ اسلامي هېوادونو د اسلامي هیوادونو د پیوستون له سیالیو څخه چې د عربستان په کوربتوب وشوې د سپینو زرو مډال، د ۲۰۲۲ اسیا کلبونو سیالیو څخه چې د ایران په کوربتوب وشوې د برنزو مډال، د ۲۰۲۲ جنوبي کوریا له اسیایي سیالو څخه د برنزو مډال، د ۲۰۲۳ جنوبي کوریا د کیومیانګ کپ سیالیو څخه د سپینو زرو مډال، د ۲۰۲۳ جنوبي کوریا د جهاني فستیوال څخه د سرو زرو مډال، د پاکستان د ۲۰۲۳ اوپن اسیایي سیالیو څخه د سروزرو مډال، د ۲۰۲۳ جنوبي کوریا له جهاني فستیوال څخه د برنزو تیمي مډال، د ۲۰۱۶ جنوب اسیا سیالیو څخه د سرو زرو مډال، د متحده عربي اماراتو د ۲۰۲۴ فجیره سیالیو څخه د برنزو مډال، د ۲۰۱۷ ایران له فجر جام څخه د سپینو زرو مډال، د کوریا اوپن د ۲۰۱۸ سیالیو څخه د برنزو مډال، له ۲۰۱۸ ایران فجر جام څخه د سپینو زرو مډال، د ۲۰۱۹ چین ازادو سیالو څخه د سروزور مډال، د ایران ۲۰۱۹ فجر جام څخه د برنزو مډال، د ۲۰۲۰ عربي متحده امارات فجیره سیالیو څخه د سپینو زرو مډال، د ۲۰۲۱ ایران فجر جام څخه د برنزو مډال.

همدارنګه یې دوه ځله د المپیک په سهمیه سیالیو کې ګډون کړی او په افغانستان او ایران دننه یې تر ۵۰ زیات داخلي مډالونه تر لاسه کړي دي.

محسن رضایي اوس ۲۸ کلن دی او او ورزش ته په راتګ یې ډېرې ستونزې ګاللظی. دی وایظی ډېر ځله مې منظم ورزشي سفرونه نه لرل او هم مې د کمو امکاناتو په ګټنې سره دغه ستر ویاړونه د ګران هېواد افغانستان په نوم په نړې‌واله کچه ثبت کړي دي.

نوموړی په خپل وروستي پیغام کې ځوانانو او د افغان ټولنې روڼ‌اندو ته توسعه کوي، چې د خپل هېواد د ابادۍ او جوړولو فکر غوره فکر دی تر کله به نورو هېوادونو ته سترګې نیسو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS