مسکو؛ د ا.ا.ا سفیر مولوي ګل حسن " حسن " له افغان مډال ګټونکو ورزشکارانو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۳۰
مسکو؛ د ا.ا.ا سفیر مولوي ګل حسن " حسن " له افغان مډال ګټونکو ورزشکارانو سره وکتل

په مسکو کې د ا.ا.ا لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په خپل کاري دفتر کې له هغو افغان ورزشکارانو سره وکتل چې د افغانستان د ورزش ادارې د رئیس مولوي احمدالله وثیق په ملتیا روسیې ته تللي وو.

یاد پلاوی په مسکو کې د روسیې فدراسیون له لوري په جوړ شوي (د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق اتم نړیوال فورم) کې د ګډون په موخه حضور درلود او د سفارت په بلنه یې له سفیر سره کتنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي سفیر د هېواد د استازیتوب له امله له ورزشکارانو مننه وکړه او ویې ویل چې ورزش د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي او د هېواد د مثبت انځور د وړاندې کولو مهمه وسیله ده.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران به د خپلو لاسته راوړنو له لارې د افغانستان نوم لا روښانه کړي او په نړیوالو ډګرونو کې به د هېواد ښه استازیتوب وکړي.

د غونډې په پای کې، د ا.ا.ا لوی سفیر د ورزشکارانو د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې په موخه هغوی په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS