ميدان وردگ؛ تنگي سټار لوبډلې د واليبال اختريزو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۲:۶
ميدان وردگ؛ تنگي سټار لوبډلې د واليبال اختريزو سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د عصمت الله رسولي په مالي ملاتړ د چک ولسوالۍ په چک بند تفريحي سيمه کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د "ستورو د رڼا" په نوم د واليبال اختريزې سيالۍ، د تنگي سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې تنگي سټار لوبډلې خپلې سيالې شاهد بدلون لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې يادو سیالیو اووه ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته ۳۰٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۱۰٫۰۰ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۸
Background image

مهدي اسلمي د بدن ښکلا او فټنیس اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو مډال په خپل نوم کړ

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنیس ورزشکار مهدي اسلمي د سویلي اسیا د پرورش اندام او فټنیس ‌۱۵‌م پړاو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټونکی شو.

له دغو سیالیو څخه پاکستان لومړی مقام،افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۳:۳۹
Background image

پکتیا؛ احمدآباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د احمدآباد ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې.

د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۲:۶
Background image

ميدان وردگ؛ تنگي سټار لوبډلې د واليبال اختريزو سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د عصمت الله رسولي په مالي ملاتړ د چک ولسوالۍ په چک بند تفريحي سيمه کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS