ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې وشوې وې د احمد روحاني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې احمد روحاني لوبډلې خپلې سيالې مېرخان خېلو ځوانانو لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
