ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۴
ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د سيدآباد ولسوالۍ په هفت آسياب کلي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د شش قلعه ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شش قلعه ځوانانو او اتحاد ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه شش قلعه ځوانانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو پنځو اورونو کې يې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اتفاق ځوانانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۶۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۱ منډو په توپير وبايلله.

د ویلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS