میدان ودرګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۲۲:۱۹
میدان ودرګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ګډه همکاري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې ورزشي او دودیزه ګډه مېله ترسره شوه.

په دغې مېله کې  د میدان وردګ والۍ ملا خیرالله خیرخواه، قومي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو او ګڼو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې ورزشکارانو پکې د جمناستک او تکواندو نندارې ترسره کړې او همداراز د کتاب، لاسي صنایعو او د هېواد تاریخي سیمو بېلاېبل انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

د میدان وردګ والي ملا خیرالله خیرخواه دا ډول فرهنګي، علمي او ورزشي میلې د ولسونو، قومونو او ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورور ولۍ په برخه کې خورا اړینې او مهمې وګڼلې او له ولسونو یې وغوښتل چې د قومونو ترمنځ یووالی وساتي او هیچا ته اجازه ورنکړي چې د قومونو ترمنځ ستونزې او شخړې رامنځته کړي.

ښاغلي خیرخواه دغه راز د میدان وردګو له خلکو وغوښتل، چې د خپلو سیمو د امنیت د ټینګښت، ټولنیز نظم ساتلو او د ولسونو ترمنځ د یووالي په برخه د ا.ا.ا سره همکار پاتې شي.

دغه ورزشي او فرهنګي ګډه مېله د ولسونو د یووالي او د کلتوري ارزښت ساتلو په موخه ترسره شوه، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS