میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د الماس لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې الماس لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.