میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د زیولات لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې زیولات لوبډلې د ۵ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د غوره لیګ لوبو د اتلې لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ
