میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۳۷ لوبغاړو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري له درېیو کلبونو د ۳۷ لوبغاړو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د تنکیو ځواناو، نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې نبرد میدان کلب لومړی، بدر بهسود کلب دویم او امید مبارز کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.
