میدان وردګ؛ په مرکز ميدان ښار کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوتبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ميدان ښار کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سيالې امید وطن لوبډلې ته د ۳-۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ، موخه يې د ژوند په کچه سياليو لپاره د غوره لوبډلې موندل ياد شوي دي.
