میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۱:۴۵
میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مخلص بند چک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مخلص بند چک او حنظله ځواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه حنظله ځواک لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٤ منډو هدف وټاکه. مخلص بند چک لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۲۰
Background image

د بلخ‌ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د آزادي د پنځمې کلیزې به مناسبت ورزشي جشن ترسره شو.

د بلخ‌ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د آزادي د پنځمې کلیزې به مناسبت ورزشي جشن ترسره شو. په دغه جشن کې د ۳۶ ورزشي فدراسیونونو زرګونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ۱۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سيالۍ وشوې.

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ننگرهار او لغمان ولايتونو ۱۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سيالۍ وشوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزار شریف ښار کې د آزادي د پنځمې کلیزې په مناسبت د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

BACK TO NEWS