نمبر دوه لېسې د سمنګان باسکټبال جام سیالیو اتلولي وګټله
د باسکټبال دغه سيالۍ چې يوه مياشت وړاندې د سمنګان ولایت نمبر دوه لېسې په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې د نمبر دوه لېسې باسکټبال لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو فاينل د نمبر دوه لېسې او خراسان باسکټبال لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پايله کې د نمبر دوه لېسې د ٥٠- ٤٨سره لومړى مقام او خراسان لوبډلې دوه يم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو ترسره کوونکو مسوولینو په خبره؛ د دغو سياليو موخه د دې ولايت د باسکټبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
