ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حصارک سېلاب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حصارک سېلاب لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر خپلې حصارک بازانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
