ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ ګلاهي چلینج کپ څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې، چې ۵۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شینوارو اتلانو لوبډلې له خپل ۱۴۳منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۸ مند، په توپیر خپلې سیالې شیرګړ سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
