ننګرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ کې د ٣٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ٣٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د لعلپورې الف او سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٥ منډو هدف وټاکه. لعلپورې الف لوبډلې د هدف په تعقیب کې د پنځو ویکټو په زیان ١٦٥ منډې وکړې او د ٢٥ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو موټر سایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.