ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۴
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار اتمه ناحیه کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خوځښت او قاضیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه قاضیانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٤ منډو هدف وټاکه. خوځښت لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۳۹
Background image

خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې

خوست ولایت کې د هاکي ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ښاروالۍ ریاست په ملاتړ د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې.

د دې سیالیو پیلیزه لوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۳۲
Background image

هوالباقي

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د بلخ ولایت د بدن ښکلا د لوبډلې لوبغاړي " محمد هارون سخي" په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې دي.

. . .

BACK TO NEWS