ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پارکور فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د ځوانانو په کټګوري کې جبار، د ځوانانو په کټګوري کې ذاکرالله او د مشرانو ورزشکارانو په کټګوري کې نصرت لومړي مقامونه وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې یې غوره ورزشکارانو ته ستاینلکونه او کپونه ورکړل شول.