ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٥٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٥٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د اتمان زلمو او مارکو افغان ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اتمان زلمو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د درې ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٨ منډو هدف وټاکه. مارکو افغان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ٩٩ منډې وکړې او د ٤٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.
