ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۵۰
ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کريکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کريکټ سيالۍ د فيصل بازار لوبډلې په بريا سره پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د صديق او فيصل بازار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، صديق لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د فيصل بازار لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په اتم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې د شپږو ويکټو په توپير سره وګټله.

د يادو سياليو موخه ځوانانو ته د يوې سالمې تفريح برابرول دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS