ننګرهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شینوارو او اتفاق ارباپان لوبډلو ترمنځ د یو- یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د فوټبال ملي فدراسیون تخنیکي ډایرکټر مرحوم حامد میوند په ياد ترسره کېږي، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
